په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي، چې د طالبانو درې ورځنی اوربند د شنبې پر نیمه شپه پای ته رسیدلی او ښایي، چې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شي.
له بې بي سي سره په یوه مرکه کې جنرال سکاټ میلر ویلي: دوی به د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي؛ ځکه دا هغه څه دي، چې د افغانستان خلک یې غواړي.
هغه زیاته کړې؛ ښایي هغوی ډېر ژر د تاوتریخوالي لار غوره کړي.
هغه دا هم ویلي؛ اوس هغه وخت رارسیدلی، چې افغان امنیتي ځواکونه پخپلو پښو ودریږي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل له می میاشتې پیل شوي، چې دا بهیر به د سپټمبر تر ۱۱ بشپړ شي. تر دې دمه په کابل، کندهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې امریکا خپلې پوځي اډې افغان اردو ته سپارلې دي.
امریکایانو ويلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغه هېواد راتلونکی له خطر سره مخ دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ائتلافي ځواکونه اوس هم له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي. ان د وتلو پرمهال یې هم له ملاتړه خبر ورکړ شوی دی.
امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د داعش او القاعدې د ډېریدو په اړه هم اندېښمن دي.
د امریکا د استخباراتو د ادارې پخوانی غړی برډ جانسن ویلي؛ جو بایډن له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ټولې اړینې سرچینې او هڅې وباسي. په داسې حال کې، چې اوس داعش، القاعده او طالبان مخ پر ډېریدو دي.
د جو بایدن د نوې پرېکړې له مخې؛ د بهرنیو ځواکونو وتل په می میاشت کې پیل شوي او د سپټمبر پر ۱۱ به پای ته ورسیږي؛ خو سیمه او نړۍ هڅه کوي، چې د سرتېرو له بشپړ وتلو مخکې افغان حکومت او طالبان یوې سیاسي هوکړې ته نږدې کړي؛ ځکه، چې د سولې بهیر نه بري د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22322